تاریخ انتشار: 3 سنبله 1401 - 11:52 ق.ظ
موضوع:‌ خبرونه
شماره:‌ 899

په پاکستان کې د افغانستان پر سفارت د طالبانو بیرغ پورته کول

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان پر سفارت د طالبانو بیرغ وځریدل.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د یورونیوز د راپور له مخې، طالبانو د لومړي ځل لپاره په دغه سفارت کې خپل بیرغ پورته کړ، څو دغه تور او سپین بیرغ د پخواني سور، شین او تور بیرغ پر ځای چې پخوا د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له خوا پورته شوی و، پر دا ودانۍ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له یو کال څخه زیات وخت تیر شو چې د پاکستان په ګډون هیڅ هیواد تراوسه د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.