افغانستان 27 عقرب 1401 - 2:11 ب.ظ زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کپی شد!
0

ملا یعقوب: نړۍ ته ډاډ ورکوو چې پولې خوندي دي او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له ځانګړي استازي طارق بخيت سره په کتنه کې وویل، موږ ټولې نړۍ ته پوره ډاډ ورکوو چې پولې خوندي دي او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي

memaarpress
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر وايي، دا ډله د دوحې هوکړې ته ژمنه ده او پاتې به شي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبه (د عقرب ۲۵ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د بشري او فرهنګي چارو له وزیر او په افغانستان کې د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي البخیت او د دغه سازمان د دفتر عمومي مدیر محمد سعید “ال عیاش” او د دغه سازمان سیاسي مرستیال یوسف الضبیعي په کابل کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو له سازمان سره د ښو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل: موږ ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوو چې پولې یې خوندي دي او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

اعلامیه زیاتوي، چې د اسلامي همکاریو سازمان استازو د امنیت په تامین، د نشه یي توکو له کښت او قاچاق سره د مبارزې او له داعش سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه.


— 
پنج‌شنبه, ۲۶ آبان ۱۴۰۱ —
نویسنده
نصیر احمد
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *