خبرونه 08 عقرب 1401 - 11:10 ق.ظ زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

قطر: د فوټبال د نړیوال جام له پیل سره به امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر ودرېږي

په ورته وخت کې چې په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ته نږدې کېږي، دغه هېواد او له هغه ځایه امریکا ته د افغانانو د لېږدولو الوتنې بندې دي

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ NBC دغه خبر د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۶مه) د مهاجرینو د ملاتړو سرچینو، د امریکا د کانګرس د مرستیالانو او د قطر د حکومت له پلانونو سره د آشنا یوې سرچینې په حواله ورکړی دی.

د قطر چارواکو ویلي، دوی پلان لري چې امریکا ته د افغان کډوالو د ایستلو الوتنې په داسې حال کې ودروي چې دغه هېواد راتلونکې میاشت د فوټبال نړیوال جام کوربه توب کوي.

سرچينې زياته کړې، چې د نومبر په ٢٠مه د نړيوال جام د پيل او لومړۍ لوبې له پيلېدو سره، د قطر حکومت پرېکړه کړې، چې په موقت ډول کابل ته الوتنې بندې کړي او د ويزو ورکول تر بل خبرتيا پورې وځنډوي.

دا په داسي حال کي ده چي په قطر کې د کډوالو په کمپونو کې څو زره افغانان امریکا ته د تللو انتظار باسي او زرګونه نور افغانان په دغه هېواد کې په نامعلومه ډول ژوند کوي.

تېره ورځ فاکس نیوز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کمزوري فعالیت له امله په سلګونه زره افغان اتباع چې ټاکل شوې وه له دغه هېواده واستول شي، تر اوسه کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.

نویسنده
نصیر احمد
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *