افغانستان 08 عقرب 1401 - 11:22 ق.ظ زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

بهرنیو چارو وزارت په نږدې راتلونکي کې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت له سلاکار او د سي. آی. اې. له مرستیال سره د ملا برادر کتنه رد کړه

د افغانستان اسلامي امارت هغه آوازې رد کړې چې ګواکې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جیک سیلوان او د سي.آی. اې. مرستیال ډیویډ کوهن سره په دوحه کې وګوري او پر ځینو موضوعاتو به خبرې ورسره وکړي.
‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه آوازې بللې او اشخاصو ته یې کړې چې دغه ډول خپل‌سرو، بې ‌بنسټه او ناسمو راپورونو ته دي اعتبار نه ورکوي او ولس ته تشویشونه، نه پيدا کوي. یاد وزارت ویلي چې رسنۍ هم باید خپلو اصولو ته ژمنتیا ثابته کړي او بې سنده راپورونه خپاره نه کړي.

نویسنده
نصیر احمد
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *