افغانستان 06 سنبله 1401 - 10:00 ق.ظ زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

عبیدالرحمن نظامي په افغانستان کې د پاکستان سفیر ټاکل شوی دی

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی خبر ورکړی چې عبیدالرحمن نظامي په افغانستان کې د پاکستان د نوي سفیر په توګه معرفي شوی دی.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا د څانګې مشر عبیدالرحمن نظامي د شنبې په ورځ د سنبلې په پنځمه نېټه د منصور احمد خان پر ځای ټاکل شوی دی.

نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د عمومي رییس او په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

منصور احمد خان تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان سفیر و.

په افغانستان کې به د خان دنده په دریو ورځو کې پای ته ورسیږي.

ټاکل شوې چې نظامي د اګست میاشتې تر پایه د منصور احمد خان د ماموریت له بشپړېدو وروسته په کابل کې د پاکستان په سفارت کې کار پیل کړي.

نویسنده
نصیر احمد
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *